د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د رسنیو د ازادۍ په شاخص کې د سلو اتیا هیوادونو له ډلې په یو سل او پنځه اویایم ځای کې پاتې شوی دی. دا د بیان ازادۍ ناوړه وضعیت ښیي.

سره له دې چې په عمومي نمرو کې لږ پرمختګ راغلی خو د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې د خبریالانو وضعیت لا هم کړکیچن دی. راپور زیاتوي چې رسنۍ په یوه محدود چاپیریال کې فعالیت کوي او ډیری خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.

ښځینه خبریالانو تر ټولو ډیر زیان لیدلی او زیاتره یې په کور ناستې دي. اقتصادي بحران او د طالبانو حکومت سختو قوانینو د ځان سانسورولو کچه لوړه کړې ده او اوس مهال څلور خبریالان په زندانونو کې دي.

#افغانستان #رسنۍ #د\_بیان\_ازادي #خبریالان

🌍

Author