د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په درشل کې د طالبانو حکومت څخه وغوښتل چې نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي. هغه وویل چې د رسنیو وضعیت مخ په خرابېدو دی.
ښاغلي بنت ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته سانسور او پر رسنیو محدودیتونه ډېر شوي دي. د هغه په وینا، اوس مهال لږ تر لږه څلور خبریالان د طالبانو حکومت په زندانونو کې دي چې دې چارې د وېرې فضا رامنځته کړې ده.
نوموړي خبرداری ورکړ چې ښځینه خبریالانې له لا زیاتو ستونزو سره مخ دي. بنت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان رسنیو مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي، ځکه یوه ازاده رسنۍ د افغانستان راتلونکي لپاره اړینه ده.
#ازاد\_مطبوعات #افغان\_خبریالان #بشري\_حقونه
🌐