واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د چین حکومت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې خبرو کې د پرمختګ اعلان کړی دی. دا مهمې خبرې اترې اوس مهال د چین په ارومچي ښار کې روانې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ وویل چې بیجینګ د وروستیو تاوتریخوالو وروسته د دې خبرو زمینه برابره کړې ده. هغې زیاته کړه چې د طالبانو حکومت او پاکستان د چین له منځګړیتوب څخه هرکلی کړی او ځینو لومړنیو موافقو ته رسیدلي دي.
دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د دواړو لورو ترمنځ سرحدي نښتې پنځمې اونۍ ته داخلې شوې دي. ملګرو ملتونو تایید کړې چې په دې وروستیو نښتو کې ګڼ شمیر افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.
#طالبان #پاکستان #چین #سوله
🌐