د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې جنسیتي نابرابرۍ او د ښځینه مرستندویانو پر وړاندې محدودیتونو د ښځو محرومیت نور هم ژور کړی دی. راپور زیاتوي چې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ له سختو ګواښونو سره مخ دي.

د دې تحلیل له مخې، په هېواد کې د خوړو نشتوالی په لوړه کچه کې دی او افغان ښځې د لوږې له جدي ګواښ سره مخامخ دي. پر تګ راتګ او کار بندیزونو د بشري مرستو او اقتصادي فرصتونو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی دی.

دغه بنسټ د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د ځانګړو او هر اړخیزو پروګرامونو پر جوړولو ټینګار کوي. هغوی غوښتنه کړې چې زیانمنو کورنیو او نجونو ته باید د مرستو په رسولو کې لومړیتوب ورکړل شي ترڅو د زیانونو مخه ونیول شي.

#افغانستان #ښځې #بشري\_حقونه

🌐

Author