د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ اعلان کړی چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به دوام ولري چې جرمونه یې کړي دي. هغه ټینګار کړی چې سیاسي ننګونې به د دې امنیتي پریکړې مخه ونه نیسي.
دې جرمني چارواکي په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې د مجرمینو د ایستلو الوتنې هره اونۍ ترسره کیږي او حکومت دې تګلارې ته ژمن دی. هغه په جرمني کې د مجرمینو شتون د خپل هیواد له ملي امنیت سره په ټکر کې وباله.
په ورته وخت کې په جرمني کې د کډوالو د ننوتلو د مدیریت لپاره سرحدي کنټرولونه لا هم پلي کیږي. دا اقدامات په داسې حال کې ترسره کیږي چې شمیرې ښيي په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتنې کچه کمه شوې ده.
🌐
#جرمني #کډوال #افغانان #پناه\_غوښتونکي