د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، په دغه هېواد کې د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده. هغه د افغان ښځو پر وړاندې شدید محدودیتونه د نړیوالو د جدي پاملرنې وړ وبلل.
ښاغلي بېنټ د فرانسې په پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې دننه خلکو ته هیله ورکړي. هغه د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې په بهر کې د مېشتو افغانانو رول خورا مهم وباله.
دغه نړیوال ډیپلوماټ فرانسې ته د خپل سفر موخه د افغان کډوالو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل یاد کړل. په دې ناسته کې چې د فرانسوي چارواکو په شتون کې جوړه شوې وه، د مدني فعالانو لپاره د بشري ویزو د ورکړې وړاندیز هم وشو.
#افغانستان #بشري\_حقونه #ښځې
🌐