د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې اعلان کړی چې له ایران سره یوې هوکړې ته رسېدل ډېر شوني دي. هغه تایید کړه چې د امریکا او ایران استازو ډېرې ښې او رغنده خبرې اترې کړې دي.
په همدې حال کې ایراني چارواکو هم ویلي چې د واشنګټن وړاندیز تر ارزونې لاندې دی. ټاکل شوې چې تهران به د خپلو نظرونو تر نهایي کولو وروسته، خپل غوڅ ځواب پاکستاني منځګړو ته وړاندې کړي.
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې د سوداګریزو بېړیو د ساتنې عملیات ځنډولي وو ترڅو دیپلوماتیکې هوکړې ته لاره هواره شي. خو هغه ټینګار کړی چې د ایران د بندرونو کلابندي به د وروستۍ پایلې تر ترلاسه کېدو پورې دوام ولري.
#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ
🌐