په نړۍ کې د کوریایي سریالونو له ډېر محبوبیت سره سره، ځینې دا پروګرامونه نه دي توانېدلي چې د لیدونکو پام ځانته واړوي. په دې وروستیو کې د نندارچیانو د رایو له مخې د کمزورو سریالونو یو لیست خپور شوی دی.

د آی ایم ډي بي سایټ د معلوماتو له مخې، خدای پامان ځمکې په څېر سریالونه له ډېرو ټیټو نمرو سره په دې نوملړ کې راغلي دي. د ځمکې پاچا سریال هم نه دی توانېدلی چې ښې نمرې خپلې کړي.

همدارنګه د پیسو غلا د مشهور سریال کوریایي بڼه هم د خلکو له سړې سټې سره مخ شوې ده. دا ښيي چې د سویلي کوریا ټول تولیدات بریالي نه دي او نندارچیان لوړې تمې لري.

🌐 #سریال #سینما #کوریا

Author