په هرات ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې نامعلومو وسله والو کسانو د باباحاجي سیمې یو پخوانی مشر ارباب وکیل احمد په ډزو وژلی دی. دغه برید د ښار په ابوالولید سیمه کې شوی دی.

عینی شاهدان وایی چې بریدګر په یوه موټرسایکل سپاره وو او پر دې قومي مشر له ډزو وروسته سمدستي له سیمې وتښتیدل. د دې برید انګیزه تر اوسه نه ده معلومه شوې او چا یې مسوولیت هم نه دی منلی.

ارباب وکیل احمد د پخواني افغان جهادي او سیاسي څیرې محمد اسماعیل خان له نږدې کسانو څخه شمیرل کیده. د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

#هرات #افغانستان #امنیتي\_پیښه

🌐

Author