د طالبانو د حکومت د پولیسو قوماندانۍ تایید کړې ده چې په نورستان ولایت کې د بریښنا د لویدو له امله یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په نورستان کې د طالبانو د حکومت د پولیسو ویاند وویل چې دا پیښه د دې ولایت په وانټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. په دې پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو. په هیواد کې وروستیو طبیعي پیښو په بیلابیلو سیمو کې ډیر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

#نورستان #بریښنا #طبیعي\_پیښې

🌐

Author