سیمه ییزې سرچینې وايي چې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښتونو او کانونو پر سر په نښتو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او دوه دیرش نور ټپیان دي.

دا نښتې د ځايي خلکو او د طالبانو د حکومت د ځواکونو ترمنځ د ارګو، شکي، خاش او جرم په ولسوالیو کې د تېرې اونۍ له وروستیو راهیسې پیل شوې دي. ځايي خلکو لارې تړلې دي.

راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت دې سیمو ته د تازه دمه ځواکونو د استولو په حال کې دی. د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

#بدخشان #کوکنار #سیمه\_ییزې\_پیښې

🌐

Author