د پاکستان د پولیسو چارواکو تایید کړې چې د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د یوې چاودنې له امله د دوو پولیسو په ګډون لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي. د پولیسو ویاند زیاته کړې چې په دې پېښه کې درویشت نور کسان ټپیان شوي هم دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا پېښه د ځانمرګي برید له امله وه او که په یوه موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده. د دې پېښې ټپیان او وژل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، په ټپیانو کې یوه پېغله او یوه ښځه هم شامله ده. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د ترافیکو پولیس د دې چاودنې اصلي هدف وو.
#پاکستان #چاودنه #خیبرپښتونخوا
🌐