سي بي ایس نیوز د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ایران د امریکا د احتمالي بریدونو څخه د خپلو ملکي الوتکو د ساتنې په موخه، ځینې الوتکې افغانستان ته لېږدولي دي. په کابل کې د هوايي چلند یوه چارواکي هم د یوې ایراني الوتکې ناسته تایید کړې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان د هوايي بریدونو وروسته، د طالبانو حکومت پرېکړه وکړه چې دا الوتکې د امنیتي دلایلو له مخې د هرات هوايي ډګر ته ولېږدوي. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا رد کړې او ناسمه یې بللې ده.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې ایران خپل ځینې پوځي تجهیزات په پاکستان کې یوې هوايي اډې ته هم لېږدولي دي، خو پاکستاني چارواکو دا ادعا په کلکه رد کړې ده.

#افغانستان #ایران #امریکا

🌐

Author