د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیائویینګ سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي. دواړو لوریو په دې ناسته کې د ارومچي د مذاکراتو د دوام، دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییز امنیت په اړه نظریات تبادله کړل.
د چین استازي د ارومچي خبرې اترې د سیمې د همغږۍ او ثبات لپاره یو خورا مهم چوکاټ وباله او د دې خبرو پر دوام یې ټینګار وکړ. هغه څرګنده کړه چې د خبرو راتلونکی پړاو باید عملي پایلو ته د رسیدو او د باور جوړونې لپاره زمینه برابره کړي.
امیرخان متقي هم په دې لیدنه کې ادعا وکړه چې سیمه ییز ثبات او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې د طالبانو د حکومت د بهرني سیاست اصلي محور جوړوي. د ارومچي ناسته د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي د کمولو په موخه جوړه شوې وه.
#چین #افغانستان #د\_طالبانو\_حکومت
🌐