د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د ندا محمد ندیم په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د روسیې او اسلامي نړۍ په اوولسمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره کازان ښار ته تللی دی. په دې څوارلس کسیز پلاوي کې د طالبانو د حکومت څو لوړ پوړي چارواکي شامل دي.
ټاکل شوې چې د دې مهمې غونډې په څنډه کې د مسکو په غوښتنه د طالبانو د حکومت او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون لومړنۍ غونډه جوړه شي. په دې ناسته کې به پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشي.
دا سفر په داسې حال کې کیږي چې د لوړو زده کړو د وزیر په ګډون د طالبانو د حکومت د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو نومونه لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي. دا غونډه د می له دیارلسمې تر پنځلسمې جوړیږي.
#روسیه #د\_طالبانو\_حکومت #سیاست
🌐