سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی دی چې د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي. دا جسدونه د پنجشنبې په ورځ د سیمې د اوسېدونکو له خوا د غره په لمنه کې پیدا شوي دي.

له سیمه ییزو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دې تریخې پېښې قربانیانې نولس او پنځه دېرش کلنې وې. د دې جسدونو موندل کېدو د پلازمېنې د ښاریانو ترمنځ د جنایي جرمونو د زیاتوالي په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي.

تر اوسه د دې دوو ښځو د وژل کېدو دقیق لامل او څرنګوالي نه دي روښانه شوي. د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو هم تر اوسه د دې مرموزې پېښې په اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی او قضیه لا هم تتّه ده.

🌐 #افغانستان #کابل #پېښه #ښځې

Author