د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د خبریالانو پر وروستیو نیونو اندېښنه ښودلې او د هغوی قانوني حقونو ته د درناوي غوښتنه یې کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې خبریالان باید وکولای شي پرته له کومې وېرې خپل کار ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د هغې اعلامیې په غبرګون کې شوې دي چې د طالبانو له حکومت څخه یې د خبریالانو د نیولو د لاملونو د روښانولو غوښتنه کړې وه. په دې وروستیو کې استخباراتي ځواکونو په کابل کې پر رسنیزو دفترونو بریدونه کړي دي.

د بشري حقونو نړیوالو مدافع بنسټونو هم دا نیونې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ځپلو د بهیر یوه برخه بللې ده. د راپورونو له مخې، دا مهال څو تنه خبریالان له کوم روښانه تور پرته د طالبانو حکومت په بند کې دي.

🌐 #افغانستان #حقوق\_بشر #خبريالي #بشري\_حقونه

Author