تېره شپه مشهورې ایراني سندرغاړې ګوګوش په نیویارک ښار کې د الیس ټاپو افتخاري نښان ترلاسه کړ. دا نښان هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په امریکایي ټولنه کې یې اغیز درلودلی او خپل کلتوري هویت یې ساتلی دی.
دې نامتو هنرمندې دا لوی ویاړ د ایران خلکو ته ډالۍ کړ. هغې وویل چې دا نښان په مینه او درناوي هغو خلکو ته ورکوي چې کلونه یې له صبر او کړاو سره ژوند کړی دی او د نړۍ لپاره یې د سولې هیله وکړه.
ګوګوش د سعدي یوه مشهور شعر ته په اشارې سره د انسانانو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټول انسانان د یوه وجود غړي دي. دا مراسم د ګڼو کسانو په شتون کې ترسره شول.
#ګوګوش #موسیقي #الیس\_ټاپو
🌐