د جمهوري نظام پر مهال د خوست والي محمد حلیم فدايي په یوه جنجالي څرګندونه کې ویلي چې «افغانستان دې د خلکو په ګټه امریکا ته وسپارل شي.» .

هغه خبرداری ورکړ چې که دا کار ونشي، پاکستان به رامنځته شوې خلا ډکه کړي .


دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره د توافق لپاره ډیر موارد شته.

خلیلزاد دا هم ویلي چې د دوحې د ځینو مسایلو په اړه خبرې نه کوي .
فدايي باور لري چې له امریکا سره تعامل د نړیوالې همکارۍ فرصت برابرولی شي. خو طالبان تل په خپلې خپلواکۍ ټینګار کوي او هر ډول بهرنۍ وابستګي ردوي .

سیاست #افغانستان #امریکا #خلیلزاد #حلیم_فدايي #سوله #پاکستان #دوحه

Author