د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف اعلان کړی چې اسلام آباد د طالبانو حکومت سره د تاوتریخوالي کمولو لپاره له بیلابیلو لارو دوه اړخیزې خبرې اترې پر مخ وړي. هغه د دې خبرو اترو موخه د دواړو خواوو ترمنځ د سوله ایز او د مدیریت وړ ګډ ژوند رامینځته کول بللي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل اړین دی ترڅو هیڅ اړخ تر فشار لاندې رانه شي. هغه همدارنګه ادعا وکړه چې هند په وروستیو کلونو کې د افغانستان له خاورې ګټه پورته کړې او له افغان چارواکو یې وغوښتل چې د پاکستان مخالفو ډلو ته پناه ورنکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې له سختو سیاسي او امنیتي ننګونو سره مخ دي. د پاکستان پوځ هم د هندي نظامي چارواکو خبرو ته غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول خبرې سیمه بې ثباته کولی شي.
#پاکستان #افغانستان #طالبان #سیمه
🌐