د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۸مه، د ازبکستان سمرقند ښار ته رسېدلی دی. د دې سفر موخه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.
د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییسې سعیدې میرضیایف په خپله اېکس پاڼه کې روبیو ته هرکلی ویلی دی. هغې لیکلي چې ازبکستان د سوداګرۍ د برخې له مشرانو سره خبرو او د امریکا او ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې شورا غونډې ته چمتو دی. نوموړې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکارۍ لپاره یو ښه فرصت بللی دی.
د راپورونو له مخې، د دې سفر اصلي موخه د واشنګټن او تاشکند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا ده. تمه کیږي چې د سوداګرۍ او پانګونې شورا په غونډه کې به د ازبکستان په بازار کې د امریکايي شرکتونو لپاره نوي فرصتونه او د متقابلو پانګونو د زیاتوالي پر لارو چارو خبرې وشي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په مشرۍ د بهرنۍ پانګونې د جذب او د خپل اقتصاد د عصري کولو لپاره پراخ اقتصادي اصلاحات پیل کړي دي. امریکا د دغو اصلاحاتو ملاتړ کړی او په منځنۍ اسیا کې د فعال رول لوبولو په لټه کې ده.
تمه ده چې پر اقتصادي مسایلو سربېره، د افغانستان د وضعیت په ګډون پر سیمه ییزو او امنیتي موضوعاتو هم په دوه اړخیزو لیدنو کې خبرې وشي. ازبکستان په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په هڅو کې مهم رول لوبوي.
سرچینه: د سعیدې میرضیایف اېکس پاڼه
🌐