د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو بې ساري څرګندونو کې ویلي چې که اټومي خبرې پایله ورنکړي، ښایي امریکا ډیر ژر پر ایران نظامي برید وکړي. هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن به هیڅکله تهران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې یوازې یو ساعت یې د برید امر ورکولو ته پاتې و، خو د ډیپلوماسۍ لپاره یې دا پریکړه وځنډوله. هغه ادعا وکړه چې د امریکا پوځ او جنګي کښتۍ د بشپړې تیارسئ په حالت کې دي.

د امریکا ولسمشر دا احتمالي جګړه ډیره مشهوره وبلله، که څه هم وروستۍ نظر پوښتنې ښیي چې ډیری امریکایي وګړي له نظامي شخړې سره مخالف دي. دې کړکیچونو د منځني ختیځ د امنیت په اړه نړیوالې اندیښنې زیاتې کړې دي.

#امریکا #ایران #نظامي\_کړکیچ

🌐

Author