په کابل کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي چې یوه ځوان د هوایي ډګر پر سړک د سختو اقتصادي فشارونو او اوږدې بېکارۍ په غبرګون کې د خپل ژوند د پای ته رسولو هڅه کړې ده. دا ترخه پیښه د کابل ښار په لسمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
عیني شاهدان وایي چې دې کس ځان د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي فارغ معرفي کړی و. هغه د ځان وژنې له هڅې مخکې ویلي وو چې د کار موندلو لپاره یې د طالبانو حکومت بیلا بیلو ادارو ته مراجعه کړې، خو د کومې دندې په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.
له نیکمرغه د پیښې په ځای کې حاضرو کسانو وکولی شول هغه له مرګ څخه وژغوري. خو روغتیایي سرچینو تایید کړې چې دا ځوان سخت سوځیدلی او د بیړنۍ درملنې لپاره سمدستي نږدې شفاخانې ته لیږدول شوی دی.
#افغانستان #کابل #بیکاري
🌐