په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د سرو زرو د کانونو پر سر د وروستیو نښتو او شخړو له امله په ځینو سیمو کې استخراج درول شوی دی. د دې اختلافاتو د حل لپاره د طالبانو د حکومت د والي سفر هم بې پایلې پای ته ورسېد.
د طالبانو د حکومت استخباراتو په دې وروستیو کې یو سیمه ییز قوماندان ونیوه چې له امله یې د هغه کسان خواره شول او په څو ولسوالیو کې بې ثباتي رامنځته شوه. د جمعه خان فاتح اړوند ځواکونه اوس د نسي او مایمي په ولسوالیو کې د تیارسئ په حالت کې دي.
راپورونه ښيي چې سلګونه وسله وال کسان غرونو ته ختلي او د طالبانو د ډلو ترمنځ د کورنیو نښتو احتمال ډېر زیات دی. د سیمې اوسیدونکي ادعا کوي چې د سرو زرو کانونه لرونکې ځمکې د دې وسله والو کسانو لخوا په زور غصب شوې دي.
#بدخشان #سره\_زر #شخړې
🌐