د طالبانو د حکومت مشر په یوه تازه فرمان کې د مخابراتو پخوانی وزیر حمدالله نعماني د هرات ښار د نوي ښاروال په توګه ټاکلی دی. ښاغلی نعماني دوه اونۍ وړاندې د مخابراتو له وزارت څخه ګوښه شوی و او پر ځای یې بل کس وټاکل شو.

نعماني تر دې مخکې د طالبانو د حکومت په اداره کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي. هغه د ښار جوړونې او کورنیو چارو د وزیر په توګه کار کړی او تر هغه وړاندې د کابل ښاروال و. هغه چې اصلا د غزني ولایت دی، د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې هم ښاروال و.

د دې فرمان له مخې د هرات پخوانی ښاروال هم د ښاروالیو د چارو د تنظیم په اداره کې پر یوه مسلکي مقام ګمارل شوی دی. وروستۍ ټاکنې ښيي چې د طالبانو د حکومت مشرتابه ډیری چارواکي پخپلو منځونو کې بدلوي رابدلوي او نوې څېرې نه لیدل کېږي.

#هرات #طالبان #ښاروال

🌐

Author