د افغان کډوالو ښځو د کرکټ لوبډلې په يوه رسمي ورزشي سفر کې د ګډون او د خپل مسلکي تګلوري د بيا ژوندي کولو لپاره برېتانيا ته سفر کړی دی. دا سفر نړيوالو سياليو ته د دوی د راستنېدو لپاره يو لوی ګام ګڼل کېږي.
دا ورزشکارې نجونې د طالبانو د حکومت له واکمنېدو مخکې د ملي لوبډلې غړې وې، خو د سختو محدوديتونو له امله د افغانستان پرېښودو ته اړې شوې. د دې لوبغاړو ډېری برخه اوس په اسټراليا کې ژوند کوي او په نړيوالو ډګرونو کې له شتون څخه بې برخې وې.
ټاکل شوې چې دا لوبډله د تمرينونو ترڅنګ په لندن کې د ښځو د کرکټ نړيوال جام په وروستۍ لوبه کې هم ګډون وکړي. د برېتانيا ورزشي چارواکو دا کار په نړيوال ورزش کې د ښځو د شتون د ملاتړ لپاره يو روښانه پيغام بللی دی.
#کرکټ #افغان\_ښځې #برېتانيا #ورزش
🌐