په هرات ولايت کې سيمه ييزو سرچينو راپور ورکړی چې وسله والو غلو په دې ښار کې پر يوه لوی سوداګريز مرکز بريد کړی او شتمني يې لوټلې ده. دې کسانو لومړی د مرکز ساتونکی تړلی او امنيتي کامرې يې ويجاړې کړې دي.

د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې دې غلو څو ساعته د خواجه محمد تقي په سوداګريز مرکز کې شتون درلود او په ډاډه زړه يې غلا کړې ده. دوی له څو عمده پلورونکو هټيو څخه نغدې پيسې او شتمنۍ له ځانه سره وړې دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې دا مرکز د طالبانو د حکومت د پوليسو قوماندانۍ ته ډېر نږدې موقعيت لري. دا مارکېټ د افغانستان د لوېديځو ولايتونو د خوراکي توکو د تامينولو لپاره يو له مهمو ځايونو څخه ګڼل کېږي.

#هرات #افغانستان #غلا #امنيت

🌐

Author