سيمه ييزو سرچينو تاييد کړې چې د طالبانو د حکومت استخباراتي ځواکونو د غور ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې لږ تر لږه دېرش کسان نيولي دي. ويل کېږي چې دا کسان يوه نامعلوم ځای ته لېږدول شوي او برخليک يې لا هم څرګند نه دی.
راپورونه ښيي چې امنيتي ځواکونو د جمعيت اسلامي ګوند د يوه پخواني قوماندان پر کور هم بريد کړی او د هغه خپلوان يې له ځانه سره بيولي دي. چارواکو نيول شوي کسان له مخالفو سياسي او پوځي ډلو سره پر تړاو تورن کړي دي.
تر اوسه د دې کسانو د روغتيايي وضعيت او ساتنې ځای په اړه د دوی کورنيو ته هېڅ کره معلومات نه دي ورکړل شوي. د طالبانو د حکومت رسمي چارواکو هم تر دې دمه د دې ډله ييزو نيونو د اصلي لاملونو په اړه څه نه دي ويلي.
#غور #افغانستان #بشری\_حقونه #امنيت
🌐