په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د کانونو پر سر رامنځته شویو ناندریو د زابل لپاره د طالبانو حکومت مرستیال والي جمعه خان فاتح اړ کړ ترڅو په دغه ولایت کې خپل غیر مسول وسله وال کسان بې وسلې کړي. دا پرېکړه د طالبانو د پوځ له لوی درستیز سره تر لیدنې وروسته شوې ده.
راپورونه ښیي چې د طالبانو د استخباراتو لخوا د موسی کاکه په نوم د یوه سیمه ییز قوماندان تر نیول کېدو وروسته د هغه پلویان په بېلابېلو سیمو کې تیت و پرک شوي دي. دې حالت د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي بې ثباتي رامنځته کړې ده.
د طالبانو لوړ پوړو چارواکو او د سیمې مخورو د دې کړکېچ د حل لپاره ناستې کړې دي خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې. ځايي خلک په دولتي ادارو کې د ځایي کسانو د ګمارنې غوښتنه کوي.
#بدخشان #طالبان #سره\_زر
🌐