بریتانوي رسنیو خبر ورکړی چې اوه افغان وګړي چې په بریتانیا کې د کډوالو په توګه اوسیدل، د ماشومانو د جنسي ځورونې په یوه سازمان شوې ډله کې د ګډون په تور نیول شوي دي. بریتانوي پولیسو پر څو ځایونو له چاپې وروسته دا کسان نیولي دي.

دا تورن کسان چې عمرونه یې د شلو او یوویشت کلونو ترمنځ دي، د دوو قربانیانو پر وړاندې په جنسي جرمونو تورن دي. قربانیان د ادعا شویو جرمونو پر مهال د تنکۍ ځوانۍ په عمر کې وو. د راپورونو له مخې دا کسان محکمې ته له حاضرېدو وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.

پولیسو ټینګار کړی چې هیڅ یو تورن په کډوالو هوټلونو کې نه اوسیده او جرمونه په دې ځایونو کې نه دي شوي. د بریتانیا قضایي چارواکو اعلان کړی چې د شواهدو له دقیقې ارزونې وروسته یې د دې کسانو د عدلي تعقیب پریکړه کړې ده.

#افغان\_کډوال #بریتانیا #کډوالي

🌐

Author