د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر یو ځل بیا د کوربه هیوادونو لخوا د افغان کډوالو د جبري ستنولو د دوام په اړه خبرداری ورکړی او له حکومتونو یې غوښتي چې دا بهیر سمدستي ودروي. د دې ادارې ویاندې شابیا مانتو د ښځو او ماشومانو پر ایستلو جدي اندیښنه ښودلې ده.

هغې په یوه خبري ناسته کې ټینګار کړی چې دا کسان د دوی له خوښې پرته افغانستان ته ستنیږي او دا کار دوی له جدي ګواښونو او د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ کوي. په راستنو شویو کسانو کې زیان منونکې ډلې لکه خبریالان او مدني فعالان هم شامل دي.

مانتو خبرداری ورکړی چې د هغو کسانو جبري ستنول چې له جدي خطر سره مخ دي د نړیوالو حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې کوربه هیوادونه باید د پناه غوښتونکو پر وړاندې خپلو قانوني ژمنو ته ژمن پاتې شي.

#افغان\_کډوال #ملګري\_ملتونه #کډوالي

🌐

Author