د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغان ماشومانو د معافیت په موخه یې شل ټنه واکسین او طبي توکي کابل ته استولي دي. دا اقدام له افغانستان سره د هند د بشردوستانه مرستو یوه برخه ګڼل کیږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال اعلان وکړ چې په دې کڅوړه کې د بي سي جي، تیتانوس او ډیفتري واکسینونه او همدارنګه اړین طبي وچ توکي شامل دي. هغه زیاته کړې چې د نورو طبي کڅوړو لیږل هم روان دي.
جیسوال ټینګار کړی چې هند د روغتیا او طبي خدماتو په برخه کې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی. هند په تیر یو کال کې افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو په ګډون ګڼ شمیر طبي کڅوړې لیږلې دي.
#هند #افغانستان #روغتیا
🌐