په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د کانونو پر سر د طالبانو د حکومت د ځواکونو او سیمه ییزو اوسیدونکو ترمنځ له رامنځته شویو تاوتریخوالو وروسته، د لوړ پوړو چارواکو او د خلکو د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه شوه. سیمه ییزې سرچینې وايي چې دا خبرې اترې له کومې پایلې پرته پای ته رسیدلي دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت د پوځ د لوی درستیز او سیمه ییز والي په ګډون جګپوړو چارواکو د ولسي څېرو سره وکتل. د خلکو استازو غوښتنه وکړه چې د بدخشان ځايي اوسېدونکي دې د دې ولایت په دولتي ادارو کې وګمارل شي، چې د چارواکو له تند غبرګون سره مخ شول.

د سرو زرو د استخراج پر سر د اختلافاتو په ډیریدو سره، په ځینو سیمو کې د کانونو د ریاست په امر د کار بهیر درول شوی دی. تر دې وړاندې هم څو ولسوالیو ته د بدخشان د والي سفر د همدې تاوتریخوالو له امله بې لاسته راوړنې پای ته رسیدلی و.

#بدخشان #افغانستان #سره\_زر

🌐

Author