د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان حکومت یوازې په تېره یوه ورځ کې له څلور زره او دوه سوه څخه ډېر افغان کډوال په جبري او داوطلبانه توګه له خپلې خاورې ایستلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې پېښې سره هم مهاله له درې سوه او پنځوسو ډېر نور کډوال له ایران څخه هم ایستل شوي دي. دغه کسان زیاتره په جبري توګه راستانه شوي او د سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په تېرو څو اونیو کې له سلو زرو څخه ډېر کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې دا په سیمه کې د کډوالۍ یو لوی بحران په ګوته کوي.

#افغان\_کډوال #پاکستان #افغانستان #ایران

🌐

Author