په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی چې د کابل کندهار پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.

دا خونړۍ پېښې د حیدرخېلو او تنګي دوه په سیمو کې رامنځته شوې دي. لومړۍ پېښه د یوه باروړونکي موټر او کرولا ترمنځ د ټکر له امله وه، او دویمه پېښه د یوه مازدا او سراچې موټر د ټکر په پایله کې رامنځته شوې چې درانه تلفات یې اړولي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو پر لویو لارو ترافیکي پېښې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي. هېوادوال د دې پېښو اصلي لاملونه د چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتوالی بولي.

#ترافیکي\_پېښه #میدان\_وردګ #افغانستان

🌐

Author