د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې خپلو استازو ته یې لارښوونه کړې ترڅو له ایران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره هېڅ بیړه ونه کړي. نوموړي ټینګار کړی چې د ایران سمندري محاصره به لاهم په کلکه دوام ولري.

د امریکا ولسمشر په خپله ټولنیزه شبکه کې څرګنده کړې چې د هرمز په تنګي کې د ایراني کښتیو محاصره به تر هغه وخته په بشپړه توګه دوام ولري چې یوه وروستۍ هوکړه لاسلیک او تایید شوې نه وي. دواړه لوري باید د هوکړې لپاره پوره وخت واخلي.

امریکایي چارواکي وایي چې ایران په اصل کې منلې چې د هرمز تنګی پرانیزي او له خپلو غني شویو یورانیمو څخه لاس واخلي، خو د دې اقداماتو د جزیاتو په اړه خبرې اترې لا ډېر وخت ته اړتیا لري ترڅو نهایي شي.

#امریکا #ایران #ډونالډ\_ټرمپ #منځنی\_ختیځ

🌐

Author