د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت اعلان وکړ چې محمد یعقوب مجاهد د روسیې په کوربه توب په یوه مهمه امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی. دا غونډه د سیمې او نړۍ د یو شمیر هیوادونو د دفاعي چارواکو په شتون کې جوړیږي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې روسي چارواکو په وار وار د افغانستان په خاوره کې د وسله والو ډلو د شتون په اړه اندیښنه ښودلې ده. د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شمیر زرګونه کسان اټکل کړی و.
روسیه او د منځنۍ اسیا هیوادونه د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه او د سرحدونو امنیت ډیر حیاتي ګڼي. مسکو هیله لري چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د دې خبرو له لارې د سیمه ایز ثبات لپاره یوې ګډې حل لارې ته ورسیږي.
🌐 #افغانستان #روسیه #امنیت #طالبان