د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا «بې بنسټه» وبلله او یې قاطعانه ردکړه چې پاکستاني پوځیان د بدخشان وروستیو جګړو کې ګډون کړی دی.
مجاهد تیره اونۍ د دویچه ویله سره مرکه کې ادعا کړې وه چې د طالبانو مخالف ځواکونه د پاکستان د چترال له لارې بدخشان ته ننوتلي او ځینې پاکستاني پوځیان هم ورسره وو. اسلام اباد ځواب ورکړ چې د دغو ادعاوو د ثبوت لپاره هیڅ معتبر سند نه دی وړاندې شوی.
پاکستان له طالبانو وغوښتل چې د نورو تورنولو پر ځای خپلو کورني امنیتي ستونزو ته پاملرنه وکړي او ټینګار یې وکړ چې د یوه ثابت افغانستان ملاتړ کوي.
#بدخشان #پاکستان #طالبان #جګړه #افغانستان