د تخار ولایت سیمه ایز اوسیدونکي وایي چې د یوه مهم پله د نړیدو له امله د شپږ دیرشو کلیو د تګ راتګ لاره بنده شوې ده. دا پل د رستاق ولسوالۍ په قرلق سیمه کې د کوکچې پر سیند جوړ شوی و او خلک یې له مرکز سره نښلول.

د اوسیدونکو په وینا د سیند په تل کې د سرو زرو مینځلو شرکتونو د رسوباتو راټولیدل د اوبو د سطحې لوړیدو او د دې پله د ویجاړیدو لامل شوي دي. دې وضعیت لومړنیو خدماتو، روغتونونو او سیمه ایزو بازارونو ته د خلکو لاسرسی له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د سیمې خلک اوس اړ دي چې له بدیلو او خطرناکو لارو څخه کار واخلي چې د سفر وخت یې تر پنځو ساعتونو پورې زیات کړی دی. اوسیدونکو د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره د دې حیاتي لارې د بیارغونې لپاره اقدام وکړي.

🌐 #افغانستان #تخار #پل #خلک

Author