د ډیټا فار افغانستان بنسټ په خپل نوي راپور کې اعلان کړی چې په هیواد کې له یوولس میلیونو څخه ډیر خلک د سختې خوارځواکۍ او لوږې له بحران سره مخ دي.

د دې ارزونې پر بنسټ، د هیواد په ډیرو ولایتونو کې کارګران د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستلو توان نلري او جوزجان، فاریاب او دایکندي ولایتونه تر ټولو زیات زیان منونکي ښودل شوي دي.

دا وضعیت په داسې حال کې دی چې د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې د نړیوالو مرستو د کمیدو او د انفلاسیون د ډیریدو په اړه خبرداریو جدي اندیښنې راپارولي دي.

#افغانستان #خوراکي\_بحران #فقر

🌐

Author