د انګلستان ګلامورګن کرکټ کلب اعلان کړی چې افغان چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د افغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه د ویټالیټي بلاسټ له سیالیو څخه بېرته غوښتل شوی دی. هغه به یوازې له دوو لوبو وروسته دا کلب پرېږدي.
فاروقي په دې سیالیو کې په لنډ وخت کې ډېره ښه لوبه وکړه. هغه په دوو سیالیو کې شپږ ویکټې واخیستې او لومړنی افغان لوبغاړی و چې د ګلامورګن کلب لپاره یې لوبه وکړه.
د دې پرېکړې اصلي لامل د هند پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د افغانستان ملي لوبډلې چمتووالی دی. فاروقي د ملي لوبډلې یو له مهمو توپ اچوونکو څخه دی او کرکټ بورډ غواړي هغه نړیوالو لوبو ته چمتو وساتي.
#کرکټ #فضل\_الحق\_فاروقي #افغانستان
🌐