د اروپا پارلمان یوې جګپوړې غړې هانا نیومن په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د چارواکو او د طالبانو حکومت ترمنځ د خبرو اترو له احتمال سره کلک مخالفت کړی دی. هغې خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدام به د دې ټولنې نړیوال اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او د دې ډلې مشروعیت ته به لاره هواره کړي.
دغه اروپايي چارواکې په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د طالبانو حکومت استازو ته بلنه ورکول یوازې یوه تخنیکي او ساده پروسه نه ده بلکې د هغوی لپاره یوه لویه سیاسي بریا ګڼل کیږي. هغې دې پلاوي ته د ویزې صادرول په داسې حال کې چې مخالفین یې په ناڅرګند وضعیت کې دي یو دوه مخی اقدام وباله.
تر دې وړاندې اروپايي کمیسیون تایید کړې وه چې قصد لري د افغان کډوالو د بیرته ستنولو بهیر د څیړلو لپاره له کابل څخه د یوه پلاوي کوربه توب وکړي. راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت چارواکي د دې ایستل شویو کډوالو د منلو په بدل کې په لویدیځو او اروپايي هیوادونو کې د لا زیات دیپلوماتیک شتون او لاسرسي غوښتونکي دي.
#اروپايي\_ټولنه #طالبان #کډوالي
🌐