د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره د ایران پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ جنګي واکونه په کلکه کم کړل. دغه رایه اچونه د دیموکراتانو او یو شمیر جمهوري غوښتونکو له ملاتړ سره مل وه.
د دې پریکړې پر بنسټ، له ایران سره د کانګرس له اجازې پرته د ځواکونو ایستل او د پوځي ځواک کارول منع دي. دا اقدام په منځني ختیځ کې د بهرنیو تګلارو په اړه د دواړو ګوندونو ژور اختلافات ښيي.
خو ډونالډ ټرمپ له ایران سره د خبرو اترو د دریدو په اړه راپورونه رد کړي او هغه یې ناسم بللي دي. هغه ټینګار وکړ چې له ایران سره خبرې اترې لا هم په دوامداره توګه روانې دي او باید یوه وروستي توافق ته ورسیږي.
#امریکا #ایران #سیاست
🌐