د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي اعلان کړی چې د القاعدې شبکه لا هم په افغانستان کې خپل شتون ساتلی دی. هغه ټینګار وکړ چې دا ډله د طالبانو د حکومت له چارواکو سره پېچلې اړیکې لري.

د راپورونو له مخې، اوس مهال داعش او د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې تر ټولو فعالې ډلې ګڼل کیږي. دې مسلې د ګاونډیو هیوادونو لپاره ډیرې اندیښنې راپورته کړې دي.

د دې راپورونو سره سره، د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د هر ډول بهرنیو وسله والو ډلو شتون ردوي. دوی ادعا کوي چې په ټول هیواد بشپړ کنټرول لري او هیچا ته ګواښ نه دی.

#ملګري\_ملتونه #افغانستان #امنیت #القاعده

🌐

Author