د ډله ییز امنیت تړون سازمان عمومي منشي خبرداری ورکړی چې په ایران کې د شخړو پراختیا کولای شي د کډوالو یوه نوې څپه رامنځته کړي. دا کډوال ښايي د افغانستان او پاکستان په څیر هیوادونو څخه مرکزي اسیا ته ورشي.
طلعت بیک مصدق اوف د مسکو د غونډې په څنډه کې وویل چې د دې جګړې زیاتوالی د بشري ناورینونو خطرونه په کلکه ډیروي. هغه ټینګار وکړ چې د خلکو دا پراخ ځای پر ځای کیدل به د سیمې امنیت له جدي ننګونو سره مخ کړي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان په وار وار په سیمه کې د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی. نړیوال بنسټونه هم اندیښمن دي چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي به د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې د هیوادوالو د کډوالۍ پر وضعیت ویجاړونکې اغیزې ولري.
#کډوالي #ایران #افغانستان
🌐