سمیرا نوا چې د یوې افغان کډوالې کورنۍ لور ده، په ډنمارک هیواد کې د اقلیم او انرژۍ د وزیرې په توګه وټاکل شوه. دا ټاکنه د ډنمارک د لومړۍ وزیرې لخوا د نوي ائتلافي حکومت له جوړیدو وروسته شوې ده.

میرمن نوا د ټولنیز لیبرال منځلاري ګوند غړې ده او هڅه کوي چې د نوي کیدونکي انرژۍ د کارولو بهیر چټک کړي. هغه له دوه زره او نولسم کال راهیسې د ډنمارک د پارلمان غړې ده او په دې هیواد کې یوه مشهوره سیاسي څیره ده.

سمیرا نوا په ډنمارک کې زیږیدلې ده او د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند لري. په داسې کابینه کې د هغې ټاکل چې اکثریت یې ښځې دي، په ټوله نړۍ کې د افغان میرمنو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

#میرمنې #افغان #ډنمارک

🌐

Author