د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد د جنسي تیري د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې په جګړو کې جنسي تیری د انسانیت پر وړاندې جنایت دی. هغې د دې جنایتونو د عاملینو د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د وضعیت څیړنه ښیي چې د طالبانو حکومت په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تیري او ځورونې ډیری راپورونه خپاره شوي دي. یوناما هم د طالبانو ځواکونو لخوا پر افغان ښځو د جنسي تیري ترسره کیدل تایید کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونو تل په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پراخ نقض په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د قربانیانو لپاره د جګړې پای ته رسیدل د دې تاوتریخوالي له امله د ژورو ټپونو د رغیدو پیل دی.

🌐 #بشري\_حقونه #افغانستان #ښځې

Author