سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې تیره شپه د کابل نړیوال هوایی ډګر په شاوخوا سیمو کې د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اوریدل شوي دي. دا ډزې د شپې ناوخته پیل شوې او د دوشنبې د سهار تر دوه نیمو بجو پورې یې دوام درلود.

تر اوسه د دې ډزو اصلي لامل او هدف په بشپړه توګه روښانه نه دی او د طالبانو د حکومت چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. له دې وړاندې هم سرچینو د کابل ښار په نهمه او لسمه امنیتي حوزو کې د ورته ډزو خبر ورکړی و.

د پلازمینې یو شمیر اوسیدونکي وايي چې د دې ډول شپنیو ډزو دوام د دوی ژوره اندیښنه راپارولې او د خلکو د شپې ارامښت یې له منځه وړی دی. د کابل په بیلابیلو برخو کې د ورته پیښو له تکرار سره سره، ډیری وختونه د لاملونو په اړه یې هیڅ وضاحت نه ورکول کیږي.

#کابل #افغانستان #امنیت

🌐

Author