نوي شمیرې ښیي چې په تیره یوه اونۍ کې لږترلږه شپږ ویشت کسان چې یوولس ماشومان او پنځه ښځې پکې شاملې دي، په اوو ترافیکي پیښو کې مړه شوي دي. په دې مرګونو پیښو کې شاوخوا شپږ څلویښت نور کسان ټپیان شوي هم دي چې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
دا پیښې د لغمان، غزني، فراه او جوزجان په ولایتونو کې او همدارنګه یوه پیښه د ایران په سمنان کې رامنځته شوې ده. تر ټولو خونړۍ پیښه په لغمان ولایت کې وه چې اتلس کسان پکې مړه او پنځه دیرش نور ټپیان شول. په ایران کې هم شپږ افغانان مړه شول.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې یوازې د لوی اختر په ورځو کې تر اتیا ډیرې ترافیکي پیښې ثبت شوې وې. د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ډیر سرعت او د ترافیکي قوانینو نه رعایتول په افغانستان کې د دې پیښو اصلي لاملونه دي چې هره ورځ د خلکو ژوند اخلي.
#ترافیکي\_پیښې #افغانستان #خوندیتوب
🌐