د اکروباټیک راک انډرول نړیوالو سیالیو دریم پړاو چې د اتل شه په نوم یادیږي ټاکل شوې ډیر ژر د قزاقستان په پلازمینه استانه کې ترسره شي. د راپورونو له مخې یو شمیر افغان ورزشکاران به هم په دې په زړه پورې او ننداریزو سیالیو کې ګډون وکړي.

دا ورزشي پیښه د جون په دیارلسمه نیټه د استانه په ورزشي پوهنتون کې د لسو بیلا بیلو هیوادونو په ګډون ترسره کیږي. د اکروباټیک نڅا نړیوال فدراسیونونه د دې نړیوالو سیالیو د ترسره کولو مسؤلیت په غاړه لري چې ډیر پام یې ځان ته اړولی دی.

په دې سیالیو کې پنځه شپیتم ورزشکاران په څلورو بیلا بیلو برخو کې له یو بل سره سیالي کوي. اکروباټیک راک انډرول د نڅا او جمناسټیک ننداریزو حرکتونو ترکیب دی چې په وروستیو کلونو کې په ټوله نړۍ کې ډیر مشهور شوی دی.

#افغان\_سپورت #ورزش #قزاقستان

🌐

Author